د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روان اسیا جام سیالیو په لړ کې نن له بنګلدېش سره لوبه کوي. ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په شارجې لوبغالي کې پیل شي.

افغانستان له دې وړاندې د اسیا کپ په لومړي سیالي کې سریلانکا لوبډلې ته په لومړي ځل شل اووره لوبو کې ماته ورکړه. افغانستان اوس په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري او د یادو لوبو دویم پړاو ته د تلو لپاره په ښه دریځ کې دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو تر دا مهاله نهه شل اووره لوبې کړي چې پنځه یې افغانستان او درې یې بنګلدېش ګټلي دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه بیا بې پایلې پای ته رسېدلې.

په دغو نهو سیالیو کې افغانستان درې لوبې د لومړۍ توپوهنې پرمهال او پاتې دوه یې د هدف ترلاسه کولو یا دویمه پاڼې کې د توپوهنې پرمټ ګټلي دي.

بنګلدېش بیا یوازې یوه لوبه د لومړۍ توپوهنې پرمټ ګټلې ده. خو دغې لوبډلې بیا له افغانستان څخه دوه داسې لوبډلې ګټلې چې افغانستان ورته هدف ټاکلی و او دوی د دویمې پاڼې په توپوهنه کې ترلاسه کړی دی.

افغانستان د بنګلدېش پر وړاندې خپله لومړۍ شل اووره سیالي د ۲۰۱۴ شل اووره نړیوال جام کې وکړه چې هغې لوبه کې افغانستان بنګلدېش ته د ۷۸ منډو هدف ورکړی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز افغانستان په وروستي ځل بنګلدېش سره په روان ۲۰۲۲ کال شل اووره لوبه کې مخامخ شوی چې دغه لوبډله یې له ماتې سره مخ کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام