د کرېکټ نړیوالې شورا یا «ای‌سي‌سي» له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کلونو پورې د کرېکټ ملي لوبډلو د راتلونکو لوبیزو سفرونو پروګرام «اېف‌ټي‌پي» اعلان کړ چې له مخې یې، د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو مهالوېش هم په ډاګه شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د راتلونکو څلور کلونو موده کې د اعلان شوي لوبیز پروګرام له مخې، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په راتلونکو څلورو کلونو کې نسبتآ بوخت مهالوېش لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان به د ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کلونو په ترڅ کې له نورو لوبډلو سره ۲۱ ټسټ او ۴۵ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي.

 د راتلونکو څلورو کلونو د لوبیزو سفرونو د پروګرام له مخې، افغانستان په دغه موده کې د نورو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو سره ۵۷ شل اووره لوبې هم لري.

افغانستان به خپل څلور کلن لوبیز سفر بنګلادېش ته پیل کړي چې له دغه هېواد سره به د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې دوه ټسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اووره لوبې وکړي.

 د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په اعلان شوي څلور کلن لوبیز مهالوېش کې افغانستان تر ټولو ډېرې ۵ ټسټ لوبې له زمبابوې هېواد سره لري چې دغه هېواد سره به ۱۲ یو ورځنۍ او ۱۲ شل اووره لوبې هم وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز افغانستان به له ایرلنډ سره په راتلونکو څلورو کلونو کې څلور ټسټ، ۱۲ یو ورځنۍ او ۱۰ شل اووره لوبې ولري. پر دې سربېره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د اسټرالیا، هند او نیوزیلنډ په څېر لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام