د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکي اسیا کرېکټ جام سیالیو لپاره نن د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اعلان شوې ۱۷ کسیزه لوبډله ۷ توپوهونکي، ۵ الرونډران او ۵ یې توپ اچوونکي دي.
په اعلان شوې لوبډله کې رحمنالله ګربز، حضرتالله ځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، نجیبالله ځدراڼ، حشمتالله شاهدي او افسر ځاځی د توپوهنکو په توګه اخیستل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز لوبډلمشر محمد نبي، راشدخان، سمېعالله شینواری، کریم جنت او عضمت عمرزی د الرونډرانو په توګه لوبډله کې ځای پرځای شوي.
فرید احمد ملک، فضلالحق فاروقي، مجیب ځدراڼ، نوینالحق او نوراحمد به په اسیا جام سیالیو کې د توپ اچوونکو په توګه د افغانستان په ګټه ولوبېږي.
په ورته مهال شرفالدین اشرف، قیس احمد او نجات مسعود بیا درې هغه لوبغاړي چې احتیاطي یا ریزرف لوبغاړي اعلان شوي دي. د اسیا کرېکټ جام لپاره اعلان شوې ملي لوبډلې کې تر ډېره هغه لوبغاړي تر سترګو کېږي چې دا مهال ایرلنډ سره پر شل اووره لوبو بوخت دي.
یوازې نور احمد، فرید ملک او فضلالحق فاروقي هغه لوبغاړي دي چې په دغه جام کې د لومړي ځل لپاره ورته د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اسیا کرېکټ جام سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۲۷ نېټه پیلېږي چې په لومړۍ لوبه کې به یې افغانستان د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې دوبۍ انټرنشنل لوبغالي کې په ځای وخت ۷.۳۰ ولوبېږي.