د «سولې او عدالت ملي خوځښت» سیاسي جریان د یو‌شمېر سیاسي، فرهنګي او د مخکیني حکومت د ځینو څېرو په غړیتوب د موجودیت اعلان وکړ.

حنیف اتمر د یاد خوځښت په انلاین غونډه کې چې پرون شنبه د تلې ۲۳مه شوې، هېواد کې د یوه مشروع حکومت نه‌شتون «بنسټیزه ستونزه» بللې او د ولس د رایو له لارې د یوه مشروع نظام پر رامنځته‌کېدو ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اتمر زیاته کړې، که افغانستان کې مشروع نظام رامنځته نه‌شي، نه یوازې هېواد کې به ناورین  پراخ شي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره به هم جدي ستونزې رامنځته کړي.

نوموړي همداراز ټينګار کړی چې د هر لوري او هر ډول شرایطو کې د جګړې دوام له روان ناورین څخه هېواد نه‌شي ژغورلی او همداراز د خلکو له ادارې پرته د مشروع حکومت  جوړېدل او پايښت لرونکې سولې ته رسېدل، ناشونې دي.

محمدحنیف اتمر ویلي، د دوحې تړون د جمهوري نظام د پرځېدو پيلامه وه او په وینا یې، دواړو لوریو پر یاد تړون عمل نه دی کړی. د نوموړي په وینا، د دوحې تړون له څلور مهمو برخو څخه یوازې د بهرنیو ځواکونو وتل په نیمه توګه عملي شوي دي.

هغه له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د دوحې تړون پربنسټ، بین‌الافغاني خبرې پیل کړي، څو هر اړخیز سیاسي تړون ته ورسېږي او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل چې له دغه بهیر ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د دغه خوځښت د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي. خو له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوې وینا پرمهال ویلي و، « اوسني حکومت کې د تېرو چارو لپاره ځای نشه.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

اسلامي امارت هېواد ته د افغان سیاسي څېرو د بیاستنېدو لپاره له «افغان شخصیتونو سره د تماس» کمېسیون جوړ کړی، خو له دغو کسانو سره د یوه پراخ‌بنسټه حکومت د رامنځته کېدو لپاره یې هر ډول خبرې رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام