پکتيا کې د رسنيو مسوولان وايي، د نظام په بدلېدو سره ډېری چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي.

د پکتيا پريس کلب مشر فريدالله احمدزي سلام‌وطندار ته وويل په دې ولايت کې د مالي ستونزو  او د کاري چاپيريال د نشتوالي له امله شپږ چاپي رسنۍ، مدار، افغان ننګ، سبا، تحليل، څراغ او پکتيا غږ مهالنۍ نشرات په ټپه ولاړ دي.

سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه: «پکتيا شپږ چاپي رسنۍ چې دوی په بېلا بېلو برخو کې خپرونې درلودې دا د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله ځنډلې، د دې تر څنګ د دوی لپاره هغه ډول کاري چاپېريال چې پخوا برابر اوس ستونزې موجودې دي، د دوی مالي ستونزو ته بايد جدي پام وشي.»

د پکتيا په ګاونډ خوست او پکتيکا کې هم چاپې رسنۍ له همداسې برخليک سره مخ دي، په دې ولايتونو کې ۱۳چاپي رسنيو نشرات له ځنډ سره مخ شوي.



خوست کې د تړون مهالنۍ مسوول سپين ګل روان نورزي وويل د چاپې رسنيو مسوولين دا اندېښنه لري، که چېرته يې نشرات پيل کړي، شايد د پخوا په څېر پېريدونکي او مارکېټ ونلري. نوموړی وايي، په خوست کې  د لسو چاپي رسنيو کار ځنډېدلی دی.

پکتيکا کې ځايي خبريال خيرالله ذکي وايي د نوي حکومت په جوړېدو سره د رسنيو اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت خراب او د دې لامل شوي، چې له دريو زياتې رسنيو کارونه وځنډيږي.

هغه وویل: «تر اوسه خلک په دې نه پوهيږي، چې چاپي رسنۍ به مارکيټ پيدا کړي او کنه او څوک به وتوانيږي، چې يوه رسنۍ واخلي، دا يو عمومي مشکل دی د چاپي رسنيو لپاره، نو په همدې اساس د امارت له راتلو سره، تر اوسه پورې په خوست کې نه موږ او نورې چاپۍ رسنۍ نشرات لري.»

د پکتيا د اطلاعاتو فرهنګ رياست مسوولان د رسنیو په برخه کې مالي ستونزې مني او وايي، په کاري برخه کې دوی ته ډاډ ورکوي چې ټولې رسنۍ به اطلاعتو ته لاس رسی ولري.

د پکتيا د اطلاعاتو فرهنګ رئيس خاليقيار احمدزی وايي، تر ډېره د دوی نشرات په اعلاناتو پورې تړلي، چې د يو شمېر موسساتو او نورو دفترونو په راتګ سره به دا ستونزې حل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په سويل ختيځو ولايتونو کې نه يوازې چاپې رسنيو خپل فعاليت ځنډولی، بلکې ځينې غږيز او تصويري رسنۍ هم له زياتو مالي ستونزو سره مخ شوې. يوه اونۍ وړاندې په پکتيکا کې د مېلمه په نوم راډيو نشرات هم د اقتصادي ستونزو او کاري چاپېريال له امله بند شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام