طالبانو د امریکا په تور نوملړ کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د هغه د کورنۍ د غړیو موجودیت په غبرګون کې ویلي چې دغه کار د دوحې هوکړه‌لیک نقض دی. په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد خپره کړې، لیکل شوي چې د امریکا دا پرېکړه د دوحې هوکړه‌لیک نقض دی او د هېڅ لوري په ګټه هم نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د څېړنې فدرالي ادارې یا «اېف‌بي‌ای» د سراج‌الدین حقاني د نیولو یا یې د ځای ښودلو پر سر ټاکل شوې جایزه له پنځه میلیونه امریکايي ډالرو نه ۱۰ میلیونو ته لوړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د طالبانو اعلامیه لیکي چې د حقاني کورنۍ د طالبانو غړیتوب لري او کوم بېل نوم یا تشکیل نه لري. دغه راز لیکل شوي چې له استثنا پرته یاده کورنۍ له امریکا سره د طالبانو د هوکړې برخه وه چې باید نومونه یې د امریکا او ملګرو ملتونو له تورو نوملړونو واېستل شي.

طالبانو ویلي چې دغه کار تر اوسه نه دی شوی او په وینا یې، هیله دا ډول دریځ نیونه ژرترژره پې ډیپلوماټیکې راکړې ورکړې بدل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سراج‌الدین حقاني چې د امریکا د څېړنې فدرالي ادارې په تور نوملړ کې دی، له پنځو کلونو راهیسې د طالبانو مرستیال دی. د دې ترڅنګ، د دغې کورنۍ یوشمېر نور غړي، لکه د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمان حقاني هم د امریکا د تحریم په نوملړ کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام