Asset 1SWN

اسلامي امارت ایران ته: د هلمند سیند د اوبو اړوند د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن یوو

Kamal-Khan

اسلامي امارت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې و، د هلمند سیند د ډېرو اوبو ترلاسه کولو لپاره له ټولو لاروچارو کار اخیستلی شو وايي، افغانستان د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی، خو وروستیو وچکالیو دواړه لوري اغېزمن کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې ایران ته د هلمند سیند د حق‌ابې له ورکړې سره کومه ستونزه نه لري.

د چارو شنونکي بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په اړه وايي، د ایران حکومت په ورته څرګندونو سره غواړي چې خپلې کورنۍ ستونزې د اوسني حکومت پر غاړه واچوي او د خپلو خلکو له ملامتۍ ځان خلاص کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو اړیکو شنونکی مصطفی مدثر وايي، ایران په ډېرې سپین‌سترګۍ سره غواړي د هلمند له سیند څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي، خو هغه موسمي سېلابونه چې تل د ایران خاورې ته روان وي، نه یې حسابوي.

د هغه په خبره، اوس چې د هلمند سیند کې اوبه کمې شوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د یادو اوبو اړوند د ۱۳۵۱ کال هوکړه‌لیک تازه شوی نه دی او ایران هم تل هڅه کړې چې له خپل حق څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم ورته نظر لري او وايي، که ایران ډېرې اوبه غواړي، خپلې خاورې ته ورتلونکي موسمي سېلابونه دې هم حساب کړي.

نوموړی زیاتوي، ایران له وچکالۍ سره مخامخ دی او خلک یې د اوبو نه لرلو له کبله لاریونونه کوي؛ نو چارواکي یې ځکه هم هڅه کوي چې په ورته څرګندونو سره د اوبو نه لرلو پړه پر افغانستان واچوي.

د چاپېریال‌ ساتنې برخې شنونکی عبدالباسط رحماني بیا باور لري چې وروستیو اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ ته په کتو باید د ۱۳۵۱کال پر هوکړې بیاکتنه وشي.

رحماني وايي، د ۱۳۵۱ کال د هوکړه‌لیک پر بنسټ، ایران په هره ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه د حق‌ابې او څلور متره مکعبه هم د ښه نیت په موخه له افغانستان څخه ترلاسه کوي، خو په وینا یې، اوس د هلمند سیند اوبه کمې شوي او په‌کار ده چې پر شوي هوکړه‌لیک بیاکتنه وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هلمند سیند څخه ایران ته د حق‌ابې د ورکړې پر سر لانجې کومه نوې خبره نه ده، بلکې د افغانستان تېر حکومتونه هم د ورته ستونزو د راپورته کېدو شاهدان وو.

دغو لانجو د تېر اسلامي جمهوري نظام پر مهال هغه مهال زور واخیست چې پخواني ولسمشر محمداشرف غني د خپلو اوبو د مهارولو په موخه په هرات کې د سلمان بند او په نیمروز کې هم د کمال‌خان بند جوړ او ګټې اخیستو ته وسپارل.  پخواني ولسمشر محمداشرف غني هغه مهال په ښکاره ایران ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان اوبه به نورې وړیا ونه ویني او که یې غواړي، د تېلو په بدل کې به یې ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام