د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند کې د حق‌ابې پر سر د رامنځته شوې ستونزې په لړ کې ایراني چارواکو پرون ویلي چې د افغانستان د کمال خان بند اوبه د دغه هېواد پر لور خوشې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قُمي پر خپله ټوېټرپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې د دوامداره ډيپلوماټیکو هڅو په پایله کې د کمال خان بند اوبه د دغه هېواد سیستان بلوچستان ولایت پر لور خوشې شوي. کاظمي قُمي زیاته کړې چې د تل لپاره د اوبو ورخوشې‌کېدو په اړه به خپلو دوامداره هڅو او مشورو ته دوام ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان او ایران پر پوله د کمال خان د اوبو خوشې‌کېدو په اړه د دغه هېواد د سیستان بلوچستان ولایت اوسېدونکي وايي چې دغه اوبه د دوی سیمې ته ورسېدلې دي.

خو په نیمروز کې بیا یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، نږدې لس ورځې کېږي چې د کمال خان بند اوبه خوشې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې د یاد بند اضافه اوبه ایران ته روانې دي.

د سرچینې په وینا، له کمال خان څخه په یوې ثانیه کې له ۲۰ تر ۳۰ مټر مکعب اوبه د خلکو او کروندګرو د اړتیا پوره کولو لپاره خوشې شوې دي.

بل‌خوا د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت سلام‌وطندار ته ویلي، دوی د نیمروز خلکو او کروندګرو اړتیا پوره کولو لپاره د کمال خان بند یوه اندازه اوبه خوشې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته د کمال خان بند د اوبو خوشې‌کېدو خبر ردوي.

نوموړي وویل: «دغه اوبه د نیمروز خلکو لپاره خوشې شوې، ځکه دوی په وار وار د اوبو لپاره لاریون کړی و. د دوی پیغام وزارت ته هم رسېدلی و او له همدې امله اوبه خوشې شوې دي. ښايي لږ اوبه هغې‌ خوا تللې وي، خو موخه مو ایران ته د اوبو  خوشې‌کېدل نه دي.»

ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشې‌کېدو په اړه دغه ادعاوې پر داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې ایران د هلمند سیند کې د خپلې حق‌ابې پر ورکړې ټينګار کړی او په دې اړه یې ا.ا ته خبرداری هم ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو  وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي و، که د ایران د حق‌ابې ستونزه  حل نه‌شي، د دواړو هېوادونو اړیکې به خړې پړې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام