ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشېکېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه
د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند کې د حقابې پر سر د رامنځته شوې ستونزې په لړ کې ایراني چارواکو پرون ویلي چې د افغانستان د کمال خان بند اوبه د دغه هېواد پر لور خوشې شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته د کمال خان بند د اوبو خوشېکېدو خبر ردوي.