د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې په نیمروز کې د «کمال‌خان بند» د اوبو زېرمه کول پیل شوي او ډېر ژر به دغه بند پرانېستل شي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «کمال‌خان بند» د هېواد یوه تر ټولو ستره او ملي پروژه ده چې کارونه یې بشپړ او په‌کې د اوبو زېرمه کول پیل شوي دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې زیاته کړې چې د نورو افغانانو تر څنګ، ولسمشر هم د دغه بند د اوبو زېرمه کولو د پیل هرکلی کړی دی.

ولسمشر محمداشرف غني د سږ کال په زمري میاشت کې نیمروز ته د سفر او د کمال‌خان بند د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې په لیندۍ میاشت کې به د دغه بند د اوبو زېرمه کول پیل شي.

د کمال‌خان بند د درېیم برخې جوړولو چارې په ۱۳۹۶ کال کې پیل شوې. د دغه بند د جوړولو لګښت ۷۸ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

 د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه بند به له ۱۸۴ زره هکټاره نه ډېره ځمکه خړوبه او له ۹ مېګاواټه ډېره برښنا به تولید کړي.

د کمال‌خان بند د ډیزاین او جوړولو کار له نن څخه ۵۱ کاله پخوا په ۱۳۴۵ کال کې پیل شو. د دغه بند د جوړولو لومړی پړاو په ۱۳۹۱ کال کې د «تدس» په نوم یوه تاجکستاني شرکت له لوري بشپړ شو او د دویم هغه چارې یې په ۱۳۹۱ کال کې د برایټ پیریل او اسیابنا شرکتونو له لوري په ګډه پیل او په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ شوی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام