د کاناډا حکومت وايي چې دغه هېواد ته یې د سپاهپاسداران د غړیو په ګډون، د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز لګولی او په وینا یې، تر دې وروسته به یادو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې کاناډا ته دننه شي.
د کاناډا لومړي وزیر جاسټن ټروډو نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کډوالۍ او پناهاخیستو برخه کې یې دغه تر ټولو سخت بندیز دی چې پر ایراني چارواکو یې لګوي.
ټروډو زیاته کړه: «موږ د اسلامي انقلاب پر سپاهپاسدارانو او د (د اسلامي جمهوري نظام) پر مشرتابه د کډوالۍ او پناهاخیستو قوانینو تر ټولو سخت بندیزونه لګوو.»
د نوموړي په خبره، په دې پرېکړې سره به د اسلامي جمهوریت «له ۵۰ سلنې ډېر» لوړپوړي چارواکي کاناډا ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
د کاناډا لومړي وزیر وویل چې دا پرېکړه یې تلپاتې ده او یاد کسان به هېڅکله دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ترلاسه نه کړي او په خبره یې، کاناډا دا سخت بندیز یوازې پر هغو هېوادونو لګولی چې جنګي جنایت یې کړی یا یې نسلوژنې ته مخه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې ایران کې د مهسا امیني تر مرګ وروسته، ایران کې پراخ اعتراضونه پیل شوي او پر مهال یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده. ایرانیانو د دغه هېواد ترڅنګ، په بهرنیو هېوادونو کې هم د ایران حکومت پر وړاندې اعتراضونه کړي او د بشري حقونو پر نقض یې تورن کړی دی.