ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او وهل ټکولو په اړه د غبرګونونو په لړ کې نن کابل کې یو‌شمېر کسانو د ایران پر ضد لاریون وکړ.

دغه لاریون چې د افغانستان د مدني ټولنو او د ولسي انسجام شورا له لوري جوړ شوی و، له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې ایران کې له افغان کډوالو سره د روان ظلم پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د مدني ټولنو او د ولسي انسجام شورا عمومي رییس ظاهر‌خان زرمتي د دغه اعتراضیه لاریون پرمهال وویل چې اسلامي امارت باید هر څه ژر له ډيپلوماتیکو لارو څخه د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وویل: «له حاکم نظام غوښتنه کوو چې د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي، خپلې ډيپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کړي او کوښښ وکړي چې ایران کې افغان ټپیانو ته رسېدنه وکړي.»

اعتراص کوونکي وايي، که چېرته ایران کې له افغان کډوالو سره د زورونې چلن همداسې دوام کوي، نو د دغه هېواد پر وړاندې به خپل اعتراضونه پراخ کړي او پر ضد به یې لاریونونه وکړي.

د دغو اعتراضونو په لړ کې پرون په هرات، کابل او یو‌شمېر نورو ولایتونو کې د ایران د سیاسي نمایندګیو مخته پراخ لاریونونه وشول چې هرات کې اعتراض کوونکو د ایران کونسلګرۍ دروازې ته اور ورته کړ او ودانۍ ته یې ډبرې ورګوزار کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په کابل او هرات کې د ایران پر سفارتونو د بریدونو په غبرکون کې یې په تهران کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تر هغو به یې افغانستان کې سفارت او سیاسي استازولۍ تړلي وي چې په اړه یې د خوندیتوب ډاډ نه وي ترلاسه کړی.

په دې وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو یوشمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې ښکاري ایران کې افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي او د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له لوري وهل او ټکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه ده؛ خو له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي و چې ځينې ګړۍ غواړي د دې ویډیوګانو په خپرولو سره د افغانستان او ایران اړیکې خرابې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام