د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ د ۸ ماشومانو مړینه رد کړې او هغه یې د نظام پر وړاندې «پروپاګند» بللی دی. وثیق نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د دشت برچي اړوند «اتفاق ښارګوټي» کې یې ټول جوماتونه او هغه کوڅې لټولي چې ویل کېده په دغه سیمه کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي، خو چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي و چې ۲۲ ورځې وړاندې د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند په « اتفاق ښارګوټي» کې د یوې کورنۍ ۸ ماشومان د لوږې له امله مړه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې هغه مهال زیاته کړې وه چې د دغو ۸ ماشومانو پلار د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و او مور یې د خاوند له مړینې وروسته په یوه روغتون کې د زړه ناروغۍ له امله ساه ورکړې وه.

سرچینې همداراز ویلي وو دغه ماشومان چې څلور یې هلکان او څلور یې نجونې وې، په یوه خټین کور کې یې ژوند کاوه چې کله نا کله به ګاونډیو ورته خواړه وروړل او شپې او ورځې به یې پرې تېرولې چې نږدې ۲۲ ورځې وړاندې یادو ماشومانو د خوړو نه پیداکولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، دغه ۸ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي او زیاته کړې یې وه چې دغه پېښه د هغه حکومت تر واکمنۍ لاندې شوې چې خپل حکومت اسلامي بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل په لوېدیځ کې د دغو ۸ ماشومانو مړینې د ټولنیزو رسنیو د ګن‌‌شمېر کاروونکو غبرګونونه هم راپارولي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام