Asset 1SWN

«دولت د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه ارزوي»

nadery-770x434-1-p3v1wpsvqucxraa3npzvbdt25aiizt0hmp126mpnzg

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وايي، افغان دولت د سولې انتقالي دولت طرحه ارزوي.

نوموړي چې نن په کابل کې د افغانستان د سټراټېژیکو څېړنو انسټېټيوټ کې خبرې کولې وویل، دا طرحه په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره یو وړاندیز دی.

د نادري په وینا، دولت اوس دا طرحه ارزوي او باید اغېزمنتیا یې په واقعي ډول وارزوي، څو روښانه شي چې له هېواد سره مرسته کوي، که یې یوه بل اوږدمهالي ناورین ته بیايي.

نادري نادري وايي، د دې طرحې هغه برخې ښايي طالبان ونه مني چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له ارزښتونو سره ورته یا برابر دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون، یوشمېر سیاستوالو او حکومتي چارواکو ته د سولې انتقالي دولت یوه نوې طرحه سپارلې ده. د راپورونو پر بنسټ، زلمي خلیلزاد له افغانستان وروسته قطر ته د خپل سفر پر مهال د طالب ډلې له مرکچي پلاوي سره هم دا طرحه شریکه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام