د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د لاسلیک شوې هوکړې وروسته د عامو افغانانو هیله دا وه چې په امنیتي وضیعت او نورو برخو کې به مثبت بدلونونه راشي، خو د خلکو د تمې خلاف ناامنیو او هدفي وژنو د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفې اغېز کړی دی. د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم یوازې په چنې وهلو سره روانې دي او تر اوسه کومه پایله نه لري.

د نړیوالو مسایلو څېړونکی حمید عزیز وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې ډېره ګټه امریکا او ورپسې طالبانو ته رسېدلې ده، خو افغان دولت په دې برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لري. د نوموړي په وینا، د دې هوکړې له لاسلیک وروسته د افغانانو ژوند نور هم تریخ شوی دی.

د ولسمشر پخوانی سلاکار او د نړیوالو مسایلو څېړونکی طارق فرهادي وايي، طالبانو له دې هوکړې وروسته په ټوله نړۍ کې د یوې مشروع ډلې نوم ترلاسه کړ او ۵ زره بندیان یې هم د هېواد له بندخونو خوشې شول.

د فرهادي په خبره، افغان حکومت سولې ته د رسېدو په برخه کې د واک له لاسه وتلو له کبله ډېرې هڅې نه دي کړي. هغه زیاتوي، د دوحې په هوکړه کې د افغانستان ګټې په پام کې نه دي نیول شوي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې هېڅ ګټه افغانستان ته نه ده رسېدلې.

د نوموړي په وینا، که د سولې هوکړې کومه ګټه لرلای؛ نو په افغانستان کي به يې د تاوریخوالي پر کمېدو او جګړې اغېز کړی وای.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په یوه کال پوره کېدو سره طالبانو ویلي چې یادې هوکړې په افغانستان کې د امنیت او ثبات راوستو ته لاره پرانېستې ده. دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که څوک د دې هوکړې پر وړاندې نورې بدیلې لارې ګوري، پایله به يې ناکامه وي.

نن د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک یو کال پوره شو، خو دې هوکړې یوازې د امریکایانو پر وړاندې له چاودنو او بریدونو نه طالبان راوګرځول، مګر د خلکو له تمې سره سم هغه څه چې یاده هوکړه به پر عمومي وضیعت هم مثبت اغېز وکړي، و نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې یو پړاو خبرې چې درې میاشتې یې دوام وکړ، هم شوي، خو لا هم په هېواد کې جګړه تېزه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام