د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډېره لوړه ده.

نوموړي د منځني ختیځ د انسټېټیوټ په کوربه‌توب یوه انلاین غونډه کې ویلي، امریکا د طالبانو اقدامات او د دوحې هوکړه‌لیک ارزوي.

هغه زیاته کړې: «طالبانو په ټول افغانستان کې سخت تاوتریخوالي، هدفي وژنو او پر افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکوي. که څه هم په ټوله کې یې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو بریدونه نه دي کړي، خو د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده. نو باید ورته پام وشي.»

مکېنزي ویلي، د طالبانو اوسنیو اقداماتو ته اندېښمن دی. د هغه په خبره، د امریکا نوی دولت پر خپل سیاست کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به یوه تګلاره غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به له اوسني چتر لاندې د ناټو په مشري د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملاتړ تر څنګ، د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو هم سخت تمرکز وکړي. کېنزي دغه راز ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو را وتل باید د دغه هېواد له شرایطو سره تړلي وي.

تر دې وړاندې د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور لینډزي ګراهام هم له سي‌بي‌اېس سره په خبرو کې ویلي و چې هېواد به یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې سره سم پر ټاکلي وخت افغانستان پرې نه ږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام