مکېنزي: افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس مکېنزي وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډېره لوړه ده.
نوموړي د منځي ختیځ د انسټېټیوټ په کوربهتوب یوه انلاین غونډه کې ویلي، امریکا د پرمختګ لپاره د یوې لارې لټولو لپاره د طالبانو اقدامات او د دوحې هوکړهلیک ارزوي.