Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په ۲۳ میلیون افغانیو د یوې پروژې چارې پیل شوې

401224a5-3a64-4b73-a65d-df55d4cad2bc

د لوګر ازرې ولسوالۍ کې د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو یوې پروژې چارې پیل شوې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رییس عبدالرحمان رحماني نن پنجشنبه د دغې پروژې پرانیست غونډې ته وویل، د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له موخو څخه دي.

هغه وايي، د دغو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د نورستان له برګ‌مټال ولسوالۍ د پکتیکا تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي چې چارې یې د سرحداتو وزارت، ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي.

ورته وخت کې د لوګر د والي مرستیال محمد انور دین ‌پرور او ځايي خلکو د دغې پروژې پر پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، ځینې هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه‌شي زغملی او هڅه کوي چې هېواد له ناورین سره مخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام