د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازی دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون چهارشنبه د تلې شپږمه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پرمهال ویلي، اوس مسله دا نه ده چې کورنۍ جګړه به پیل شي که نه، بلکې مسله دا ده چې جګړه به څه وخت پېښېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وېسټ افغانستان کې روان ناورین ته په پام ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو راټولولو لپاره مرسته او د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې نړیوال ټولنه باید په کور دننه او بهر د ټولو افغانانو راټولولو لپاره یو لاس وي او په ګډه اقدام وکړي، نه دا چې دا بهیر د ۲۰ کسانو له‌خوا پرمخ یوړل شي.

په همدې حال کې نوموړي وویل چې امریکا د یوه سوله‌ییز افغانستان غوښتونکی دی، څو له دغه هېواد څخه امریکا او نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نه‌ شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې د یوه کورنۍ جګړې د پېښېدو خبر ورکوي چې رسنۍ وخت ناوخت د هېواد په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه پنجشېر کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د ځواکونو او ملي مقاومت جبهې په نوم ډلې ترمنځ د جګړې راپورونه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې هوکړې له لاسلیک وروسته چې له امله یې جمهوري نظام وپرځېد، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴نېټه پر افغانستان د دویم ځل لپاره واکمني ترلاسه کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام