د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن که څه هم کورنۍ جګړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یوه سناریو ګڼي، خو ټینګار کوي چې هېڅ لوری نه غواړي په دغه هېواد کې بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

نوموړي دا څرګندونې له سي‌ا‌ِن‌اِن خبري شبکې سره په یوه مرکه کې چې متن یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپور شوی، کړې دي. بلېنکن وايي، افغانان کورنۍ جګړه نه پیلوي. د هغه په خبره، افغان دولت او طالبان به هم دغه کار و نه کړي. بلېنکن ټینګار کوي چې د افغانستان ګاونډیان هم نه غواړي په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه وشي.

انټوني بلېنکن زیاتوي، د افغانستان ګاونډیان او د سیمې نور هېوادونه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا او ناټو پر وړاندې جګړې نه لرې وو، باید د دغه هېواد د قضیې د حل لپاره خپل نفوذ وکاروي. د نوموړي په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له دغه هېواد سره د اړیکو پرې کولو او نه ملاتړ په مانا نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د افغانستان ډیپلوماټیک ملاتړ ته دوام ورکوي او اقتصادي، پراختیايي او بشردوستانه مرستو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی. هغه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکا له حضور راهیسې له ۳۰۰ زرو ډېر افغان ځواکونه روزل شوي چې اوس د امنیت ټینګښت لپاره مبارزه کوي.

بلېنکن زیاتوي، اوس د افغانستان اړوند مسایلو کې ډېر لوبغاړي فعال دي او تمه ده چې دا پروسه په ښه ډول پر مخ ولاړه شي، خو امریکا د بلې هرې سناریو پر وړاندې مبارزې لپاره چمتو ده.

بله‌خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د دغه هېواد د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور غوښتل شوی و وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد دوه غوراوي چې یو یې سیاسي هوکړه او بل هم اوږدمهاله جګړه ده، لري. هغه وايي، افغانستان باید په دغو دوو کې یو هغه وټاکي.

ټاکل شوې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر یوولسمې پای ته ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام