د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبانو له دغه هېواد سره د سولې هوکړه‌لیک کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په وینا یې، د امریکا نوی دولت به د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کېربي پرون په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي نه کولو او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې، پر ژمنو د طالبانو له عمل پرته یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل سخت دي، خو امریکا بیا هم پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د دغه هېواد په وضعیت او امنیتي اړتیاوو پورې تړلی او امریکا په افغانستان کې صفر ته د خپلو ځواکونو د شمېر رسولو په اړه له خپلو همکارانو او متحدانو سره مشوره کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالات به د خبرواترو له لارې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ حل‌لارې ته ژمن پاتې شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کېربي

جان کېربي دا چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر صفر ته ورسېږي، که نه، ویلي چې اوس له خپلو همکارانو او متحدانو سره پر دې موضوع بحث کوي، څو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه تر ټولو ښه پرېکړه وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون ماښام له ولسمشر محمداشرف غني سره پر سولې او له افغانستان سره د دغه هېواد پر تلپاتې همکاریو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې که څه هم په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي، خو له تېرو یوولسو ورځو راهیسې په ټپه درېدلي او کوم پرمختګ هم په‌کې نه دی شوی.

بله‌خوا طالبانو په قطر کې له افغان دولت سره د سولې خبرو د دوام پر ځای، ایران او روسیې ته په سفر وتلي او هلته یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره کتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام