د ازبکستان سمرقند ښار نن د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه دی. ټاکل شوې چې نن او سبا به د دغه سازمان د غړي هېوادونو مشران د سیمې او نړۍ په اړه بحث او خبرې وکړي.

افغانستان له دې وړاندې د دغه سازمان د ناظر هېواد په توګه یاد سازمان کې ګډون کړی، خو د شانګهای همکاریو سازمان دې پړاو ناسته کې بلنه نه ده ورکړې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته داسې مهال نن پیلېږي چې افغانستان له تېر یوه کال راهیسې نړیوالې ټولنې ته مشروعیت نه لري او  ترڅنګ یې د سیمې او نړۍ هېوادونو  دې موده د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې له افغانستانه د ترهګریزو فعالیتونو د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

که څه هم روسیه او چین د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ښې اړیکې لري، خو بیا هم د شانګهای ناستې ته د اسلامي امارت استازی نه دی وربلل شوی.

د چارو شنونکو  په اند هېواد کې سیاسي، اقتصاد او امنیتي تشه لامل شوې چې دغه هېواد د سیمې او نړۍ له مهمو غونډو څنډې ته شي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري سلام‌وطندار ته وویل: «د هېوادونو اندېښنو ته په پام، افغانستان د افراطیت پر مرکز بدل شوی او د مرکزي اسیا او څېرمه هېوادونو ته ګواښ پېښه دی چې د شانګهای او نورو نړیوالو ناستو څخه محروم شوی او له بده مرغه د افغانستان پر برخلیک او تحولاتو خبرې کېږي.»

د شانګهای همکاریو سازمان د سیمې په کچه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو  برخو کې یو له مهمو سازمانو څخه دی.

له ترکمنستان پرته د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه د دغه سازمان غړیتوب لري، خو افغانستان چې کلونه د دغه سازمان ناظر پاتې شوی، سږکال د یوه مشروع حکومت د نشتون له امله یاد سازمان کې له ګډون پاتې شوی دی.

د سیاسي چارو کارپوه هادي عدالت‌جو هم هېواد کې د یوه مشروع حکومت د نشتون له کبله په یاد سازمان کې د افغانستان د نه‌ وربلنې اصلي لامل بولي او زیاتوي چې دا وضعیت به د هېواد ملي ګټو ته زیان ورسوي.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان باید په نړیواله کچه یوه روښانه تګلاره ولري او له دې پرته به د خپلو ملي ګټو په اړه پرېکړه ونشي‌ کړای.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چط د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې نن د ازبکستان او چین ولسمشرانو د خپلې لیدنې پرمهال د  افغانستان په اړه خبرې کړي او دغه هېواد کې یې د سولې پر ټينګښت او د اقتصادي وضعیت پر ښه‌والي ټينګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام