ازبکستان کې د شانګهای سازمان غونډه د افغانستان له حضور پرته پیل شوه

د ازبکستان سمرقند ښار نن د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې کوربه دی. ټاکل شوې چې نن او سبا به د دغه سازمان د غړي هېوادونو مشران د سیمې او نړۍ په اړه بحث وکړي. افغانستان له دې وړاندې د دغه سازمان د ناظر هېواد په توګه یاد سازمان کې ګډون کړی، خو د شانګهای همکاریو سازمان دې پړاو ناسته کې بلنه نه ده ورکړل شوې.

سپینه ماڼۍ: د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک د پانګې لیږد ناشونی دی

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه به د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي. خو نوموړې ټينګار کړی چې د بایډن د اجرایي فرمان موخه د بشردوستانه مرستو د استفادې لپاره افغانانو ته د دې پیسو د یوې برخې د ورکړې زمینه برابرول دي.

سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی  محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.