د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه به د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.

د سپینې مانې ویاندې پرون په یوې خبري ناسته کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې د افغانستان بانک د پانګې په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن فرمان «د بهیر یو ګام دی» او تر هغې چې په دې برخه کې محکمه حکم ور نه‌کړي، هېڅ پیسې به نه لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ساکي زیاته کړې چې د بایډن دغه فرمان د افغانستان بانک د پانګې د یوې برخې د ازادولو لپاره یوه هڅه او د دغه هېواد د اوسېدونکي په ګته ده او که داسې ونه‌شي، یاده پانګه کنګل پاتې کېږي او نه‌شي کېدای چې افغانستان ته ولېږدول شي.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې په وینا، امریکا د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو په فدرال محکمه کې د اسلامي امارت د چارواکو پر وړاندې دعوا پرانیستې چې دې دعوا کې ۳.۵ میلیارده پانګه هم شامله ده او تر هغو به په امریکا کې پاتې کېږي، څو یې محکمه په اړه پرېکړه وکړي.

خو نوموړې ټينګار کړی چې د بایډن د اجرایي فرمان موخه د بشردوستانه مرستو د استفادې لپاره افغانانو ته د دې پیسو د یوې برخې د ورکړې زمینه برابرول دي.

د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د افغانستان د اووه میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګه ازاده کړه. یاده پانګه وروسته له هغې کنګل شوې چې اسلامي امارت واک ته ترلاسه کړ.

د یاد فرمان له مخې د دې پیسو ۳.۵ میلیارده ډالر یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د کابو کولو لپاره هېواد ته رالېږل کېږي او پاتې ۳.۵ میلیارده به یې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړل شي.

د بایډن دې پرېکړې په کور او دننه او بهر کې ګڼ‌شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل. اسلامي امارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دې فرمان ته غبرګون ښودلی او دا پرېکړه پارونکې بللې او امریکا ته یې خبرداری هم ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرته امریکا له خپل دریځ څخه په شاه نه‌شي او خپلو پارونکو اقداماتو ته دوام ورکړي، اسلامي امارت هم اړ کېږي چې د امریکا پر وړاندې خپل سیاست کې بدلون راولي.

خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د سپټمبر یوولسمې پېښه افغانانو پورې تړاو نه لري او «په دې پلمه د افغانانو شتمني لوټول، ښکاره تېری او ظلم دی.»

پخواني ولسمشر حامدي کرزي هم درې وړاندې د بایډن پر پرېکړې نیوکه وکړه او وویل چې امریکا دې په دې برخه پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني د اسلامي امارت نه، بلکې د افغانانو پیسې دي. د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو هم د امریکا پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې پرون په زرګونه افغانانو د بایډن د فرمان په غبرګون کې لاریونونه وکړل. لارینوالو ټينګار کاوه چې د سپټمبر یوولسمې برید افغانانو پورې تړاو نه لري او نه باید د دغه هېواد شتمنۍ د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي. اعتراض کوونکو همداراز له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د جګړې قربانیانو ته غرامت وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام