د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې له دې وروسته به له کوم خنډ او ځنډ پرته ټولو دولتي کارکوونکو ته هره میاشت پر خپل وخت معاشونه ورکول کېږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته ګڼشمېر دولتي کارکوونکو ته معاشونه نهوو ورکړل شوي چې دوی له کورنیو عوایدو څخه یادو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي او له دې وروسته به هم په خپل وخت معاشونه ورکړل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ذبیحالله مجاهد زیاته کړه چې اوس په دولتي ادارو کې شاوخوا ۵ لکه کسان پر دندو بوخت دي او دوی یې معاشونه له کورنیو عوایدو ورکوي. د نوموړي په وینا، دوی د عوایدو راټولو کې شفافیت ډېر کړی او په دې هڅه کې دي چې د هېواد اقتصاد په پښو ودروي.
د اسلامي امارت ویاند وړاندې وویل چې دوی تراوسه څه باندې یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي او دغه شمېر به په راتلونکي کې نور هم لوړ کړي.
ذبیحالله مجاهد چې کابل کې د سوداګرو او کسبګرو یوې غونډې ته وینا کوله، له سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي او هغه څه چې تولیدوي، کیفیت ته پهکې پام وکړي.
نوموړي همداراز د مالیې پر ورکړې هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې مالیه ورکوونکي باید خپلې مالیې پر وخت ورکړي او د حکومت په پښو درولو او پیاوړتیا کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته هېواد کې وزګارتیا ډېره شوې او د کورنیو مالي سرچینې هم په ختمېدو دي چې له کړاوه ټک راتلونکي سره یې مخ کړي دي.