د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت چارواکيو په شفافه توګه د بشري مرستو وېشلو په موخه د اته مادهایزې طرحې د جوړوېدو خبر ورکړ.
د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف نن کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان سره د سکتوري وزارتونو همغږۍ غونډه کې وویل؛ له افغانستان سره د مرستو او د ارزي زېرمو بندېدل په هېواد کې د ناورین د رامنځته کېدو لامل شوي او د افغانانو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
د اقتصاد وزارت سرپرست د نړیوالې تولنې له بشري مرستو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، د مرستندویه بنسټونو د خپلسرو فعالیتونو او د دې مرستو د ناعادلانه وېش مخنیوي لپاره یې اته مادهایزه طرحه جوړه کړې.
بل لور د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کوي چې دا بنسټ له سیاسي او مذهبي مسایلو لرې افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
غونډې ته د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي رامز اکبروف وویل: « زموږ کار د بشري حقونو او د بشري حقونو په معیارونو ولاړ دی. د ملګرو ملتونو مرستې له سیاست او مذهب څخه لرې دي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت داسې مهال په شفافه توګه د بشرپاله مرستو د وېش طرحې جوړولو څخه خبر ورکوي چې تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو وېشلو بهیر کې فساد څخه نیوکه کړې وه.