د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې، افغانستان ته د بشري مرستو رسولو د اسانتیا برابرولو لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

 دا مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ په موخه دي او د اسلامي امارت پر اړوندو بنسټونو د بندیزونو لرې کولو په معنی نه دي. 

امنیت شورا نن د رایو په ا کثریت د امریکا متحده ایالاتو له خوا، افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.

ټاکل شوې دا مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشردوستانه اړتیاوو ملاتړ وکړي او اسلامي امارت پورې اړوندو بنسټونو باندې د بندیزونو لرې کول نه دي.

د امریکا متحده ایالات چې نه غواړي اسلامي امارت له بشري مرستو برخمن شي، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه‌لیک مسوده وړاندې کړه، څو افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په مسوده کې د پام وړ تعدیلات د لومړۍ نسخې په پرتله چې د چین، روسیې، هند، فرانسې او انګلستان له‌خوا رد شوي وو، راغلي دي.

په تصویب شوي پرېکړه لیک کې د بېړنیو مرستو له همغږي کوونکو غوښتنه شوې چې د یاد پرېکړه‌لیک له تصویب هرو شپږو میاشتو وروسته باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.  دغه راز ویل شوي چې له دې مرستو یا پانګې داسې کسانو ته ګټه و نه رسېږي چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) د دې پرېکړه‌لیک د تصویبېدو هرکلی کړی. یوناما پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، دې سره به له میلیونونو اړمنو سره د مرستو زمینه برابره شي.

یوناما له ښکېلو اړخونو غوښتي چې له دې وروسته د افغانانو د ملاتړ، اړتیاوو پوره کولو او حقونو لپاره چټګ ګامونه پورته کړي او د هغه اقتصادي بحران پراخېدو مخنیوی وکړي چې ټولنه اغېزمنوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د دغه پرېکړه‌لیک تصویب هرکلی کړی. د افغانستان استازولۍ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د بشري مرستو رسول اوس د افغانستان لپاره ډېره مهمه اړتیا ده.

دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد فرانس‌پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا، افغانستان سره د مرستو د اسانولو پریکړه‌لیک تصویب یو ښه ګام بللی. په پرېکړه‌لیک کې دغه راز، له ټولو اړخونو غوښتل شوي، چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون د ټولو بشري حقونو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز په دغه پرېکړه‌لیک کې غوښتنه شوې چې د مرستندویه ادارو، کسانو او طبي کارکوونکو امنیت خوندیتوب ته هم پام وکړي او له جنسیتي تبعیض پرته د ملګرو ملتونو بشري مرستو د ادارو کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

په پرېکړه‌لیک کې د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار شوی او ویل شوي چې ملګري ملتونه د افغانستان خپلواکۍ، د خاورې تمامیت او ملي یووالي ته ژمن دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام