Asset 1SWN

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

یوناما

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړې استازولۍ یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځوه.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیک کې چې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ خپور شوی، لیکل شوي چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې څرنګه چې په ۲۶۲۶ پرېکړه‌لیک کې تعریف شوی، نوی شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما او د دغه سازمان د نورو اژانسونو، صندوقونو او پروګرامونو پر حضور ټینګار کړی او له ټولو کورنیو او نړیوالو سیاسي اړخونو یې غوښتي چې دې برخه کې له یوناما سره همغږي وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان له سرمنشي غوښتي چې په هرو درېوو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت او د یوناما د ماموریت عملي کېدو راپور دغې شورا ته ورکړي.

یادې شورا افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت برخه کې د ملګرو ملتونو رول مهم بللی دی. په پرېکړه‌لیک کې د افغانستان واکمنۍ، خپلواکۍ، ارضي تمامیت او ملي یووالي ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ژمنتیا او د افغانانو پر ملاتړ ټینګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان په اړه یو بل پرېکړه‌لیک هم تصویب شوی دی. جاپان او متحده عربي اماراتو په ګډه د دغه پرېکړه‌لیک مسوده جوړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ملګرو ملتونو کې د جاپان ماموریت چې د امنیت شورا مشري هم پر غاړه لري، د افغانستان په اړه د پرېکړه‌لیکونو د تصویب هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو ستونزو او ننګونو ته د رسېدو په موخه به په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام