د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د اقتصاد شورا او د کانونو او پطرولیم وزارت ته یې د کانونو په ځانګړې توګه د لویو کانونو د استخراج او صنعت په برخه کې یو لړ وړاندیزونه کړي چې منل شوي هم دي.

نوموړی وایي چې اسلامي امارت افغان سوداګرو او پانګوالو ته لومړیتوب ورکوي چې د کانونو د رااېستلو په برخه کې پانګونه وکړي او له همدې امله یې غوښتنه کړې چې د هغو کورنیو پانګوالو نوملړ چمتو کړي چې په دې برخه کې د پانګونې غوښتونکي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاته کړه چې اوس د کانونو د را اېستلو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي او دا لامل شوي چې یو‌شمېر بهرني شرکتونه هم لېواله شي چې افغان پانګوالو سره یو ځای په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د شیرباز کمین‌زاده په وینا، سره له دې چې افغان دولت او نړیوالو په تېرو شلو کلونو کې د صنعت او کانونو برخې ته جدي پام نه‌وو کړی.

د هغه په وینا، اوس یې اسلامي امارت او نړیوال ملاتړ کوي چې په همدې دلیل یې تېرو ۶ میاشتو کې له ۴ میلیارد ډیرې افغانۍ دولت ته د ریالټۍ له پلوه ورکړي، په داسې حال کې چې تېرو کلونو کې به یې څه باندې سل میلیونه ریالیټۍ پیسې دولت ته ورکولې.

په همدې حال کې د صنایعو او کانونو خونې د عامل پلاوي مشر رحیم‌الله سمندر وویل، د کانونو کېیټه یې جوړه کړې چې د صنعت‌کارانو ستونزې، وړاندیزونه او نیمګړتیاوې په کوته کړي او بیا د تخنیکي کمېټې تر جوړولو وروسته یې چارواکو سره شریکې کړي.

د هغه په وینا، چارواکو هم د سهولتونو په اړه د دوی وړاندیزونه منلي دي. نوموړي وویل، «وزارت په نظر کی لري چې ډېر ستر کانونه په نیږدې راتلونکي کې اعلان کړي او دا کانونه چی دوی اعلان ته سپاري، نو اسلامي امارت غواړي په ټولو پروسو کې ټولو مواردو کې خصوصي سکټور او د کانونو خونې سره له نږدې کار وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سترو کانونو د استخراج مسله او دې برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا داسې حال کې مطرح کېږي چې د اساسي قانون تشه موجوده ده او ویل کېږي، د کانونو قانون کې هم په تعدیلاتو کار روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام