د کانونو وزارت د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قراردادونه لاسلیک کړل

د ا.ا لوړپوړو چارواکو نن په یوه غونډه کې د هېواد د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قرارداد ورکړ. په دغو کانونو کې د تخار د سرو زرو کان، د دویم مس عینک کان، د غور د سرپو او جستو کان د دویم بلاک او د هرات د غوریان کان شامل دي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ افغانستان کې ۴۹۲ پراختیايي پروژې نیمګړې پاتې دي

د سلام‌وطندار له لوري د ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ۴۹۲ پراختیايي پروژو چارې چې ټولییز ارزښت یې څه باندې ۱۷۶ میلیارډ افغانیو ته رسېږي، په ټپه درېدلې دي. د سلام‌وطندار د راټولو شویو معلوماتو له مخې، دغو پروژو ته له ځانګړې شویو پیسو څخه یوازې ۵۷ میلیارډ افغانۍ چې ۳۲سلنه کېږي، مصرف شوي دي.

کورني او بهرني شرکتونه د افغانستان د کانونو پر استخراج ګډه پانګونه کوي

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده نن کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د اقتصاد شورا او د کانونو او پطرولیم وزارت ته یې د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د لویو کانونو د استخراج او صنعت په برخه کې یو لړ وړاندیزونه سپارلي چې منل شوي هم دي.