Asset 1SWN

د کانونو وزارت د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قراردادونه لاسلیک کړل

وزارت-معادن-qbq34zwljcri02t6noodj9o4pfcq8pvn7nbe39j4p4

د ا.ا لوړپوړو چارواکو نن په یوه غونډه کې د هېواد د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قرارداد ورکړ. په دغو کانونو کې د تخار د سرو زرو کان، د دویم مس عینک کان، د غور د سرپو او جستو کان د دویم بلاک او د هرات د غوریان کان شامل دي.

د دغو قراردادونو پر بنسټ، د تخار د سرو زرو کان ۱۲ کیلومټره مربع مساحت د چینا‌-افغانستان شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی او قراردادي شرکت به پرې ۳۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي او د ګټې ۵۶ سلنه به یې د حکومت ونډه وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دویم قرارداد د دویم مس عینک کان دی چې ۲۴۵ کیلومټره مربع مساحت لري او «تویار» شرکت ته د ۳۰ کلونو لپاره سپارل شوی دی. اړوند شرکت به پر دغه کان ۴۱۱ میلیونه ډالره پانګونه کوي او د ګټې ۱۲ سلنه به یې حکومت ته ورکوي.

همدارنګه، د غور د سرپو او جستو کان د دویم بلاک قرارداد چې ۲۰۷ کیلومټره مربع مساحت لري «افغان انوېسټ» سرکت ته د ۳۰ کلونو لپاره سپارل شوی او په دې برخه کې د پانګونې ټول‌ټال ارزښت ۵۳۷ میلیونه ډالره دی چې د ګټې ۲۰ سلنه به یې حکومت ته ورکول کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن د هرات د غوریانو کان هم څلورو خصوصي شرکتونو ته په څلورو بلاکونو کې د ۳۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړ. د دغه کان پر لومړي بلاک به ۲،۸ میلیارډه ډالره پانګونه کېږي، پر دویم بلاک به یې ۸۷۴ میلیونه ډالره، پر درېیم بلاک به یې ۵۷۲ میلیونه ډالره او پر څلورم بلاک به یې هم یو میلیارډ او ۱۷ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي. حکومت به د دغه کان د اېستلو او پراسېس د ګټې ۱۳ سلنه اخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د دغو قراردادونو ټول‌ټال ارزښت شپږ میلیارډه او ۵۵۷ میلیونه ډالره اعلان کړ. هغه وايي: «د دغه کان سل سلنه پراسېس په افغانستان کې کېږي او په دې سره به افغانستان پر یوه صادراتي او صنعتي هېواد بدل شي.»

د دغو قراردادونو ډېره برخه کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوې، خو په نږدې ټولو دغو قراردادونو کې یو بهرنی شرکت چې ډېری یې چینايي، ایراني او ترکي شرکتونه شامل دي، شریک دی.

د یوه قراردادي شرکت استازی ضیاالحق ستانکزی وايي: «په دې پروسه کې شاوخوا ۲۰۶ شرکتونو ګډون کړی و چې له ډلې یې ۱۹ شرکتونه پر شرایطو برابر وپېژندل شول او بیا ترې څلور تر ټولو غوره شرکتونه په نښه شول چې نن د هرات د غوریانو کان قرارداد لاسلیکوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یوه بل قراردادي شرکت استازی نجم‌الدین سیاس هم وايي: «له موږ سره په دې پروسه کې یو ترکي شرکت شریک دی او دغه شرکت د کانونو د اېستلو برخه کې ډېره تجربه لري او انشاالله په افغانستان کې به د دغه شرکت له تجربو څخه اغېزناکه ګټه واخیستل شي.»

مسوولان وايي چې د دغو کانونو د اېستلو او پراسېس په پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي. اسلامي امارت داسې مهال یاد اووه ستر کانونه په قرارداد ورکوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې هم د کانونو د اېستلو برخه کې بې‌مخینې اقدام کړی او د حکومت ډېره برخه بودیجه له همدې لارې برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام