Asset 1SWN

د کانونو او پټرولیم وزارت: هېواد کې له ۲۰۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې روانې دي

F1zBz23XsAIqMkd

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۰۰ کوچني کانونه فعال دي چې د ۱۰۸ کانونو د استخراج قراردادونه یې تېرکال شوي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د زمري دویمه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو همدراز وویل چې د تېر یوه کال پر مهال لږ تر لږه ۴۹۳ بېلابېل کانونه سروې کړې دي.

د یاد وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور زیاته کړه چې هڅې روانې دي، څو هېواد کې له سترو کانونو څخه په استفادې د ځینو موادو برخه کې ځان‌بساینې ته ورسوي او د کورني بازار اړتیاوې له دې کانونو پوره کړي. دغه کانونه د نفتو، ګازو، سمنټو او مسو اړوند دي چې په استخراج سره به یې افغانستان دې برخو کې پر ځان‌بسیا شي.

د دلاور په وینا، افغانستان د نیمه قیمتي کانونو برخه کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو او د ۸۷ میلیونه بېلر تېلو د صادراتو ظرفیت لري چې یوازې بدخشان کې د سرو زرو د کان ۷۵ کیلومټره مربع سیمه تثبیت شوې ده.

هغه وویل: «لسګونه ډوله قیمتي او نیمه قیمتي کانونه لرو او که ښه مدیریت شي، موږ به څه باندې یو میلیارډ ډالر صادرات ولرو.»

خو په یاده ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر یوه کال پر مهال د کانونو استخراج له لارې ترلاسه شويو عوایدو په اړه معلومات ورنه کړل او نه یې هم دې برخه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، له ځینو کانونو څخه ترلاسه شوي عواید د عامه‌المنفعه پروژو پلې‌ کولو لپاره ځانګړې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل: «د قوش‌تېپې پروژې تمویل برخه کې ا.ا د سرپل د بلخاب ولسوالي د ډبرو سکرو کان عواید د ملي پراختیا شرکت ته سپارلي او همداراز پنځه کوچني شرکتونه هم د سرکونو جوړولو ته ځانګړې شوې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت د خپلې بودیجې برابرولو لپاره د هېواد پر کانونو  جدي تمرکز لري چې دې برخه کې له کانونو د استخراج څرنګوالي په اړه اندېښنې مطرحه کېږي، خو دغه وزارت وايي چې دوی د کانونو معیاري استخراج ته ژمن دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام