سرپل کې بې‌وزلي او ناچاري؛ لسګونه ماشومان د خښتو بټیو کې کار کوي

سرپل کې یوشمېر ماشومان سهار لمرخاته مهال ښوونځي ته د تګ پر ځای، د خښتو بټیو ته ځي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه له سهاره تر ماښامه خښتې وهي. دغه ماشومان چې د زده‌کړو له نعمت څخه بې‌برخې دي، ماشومانه لوبې یې د درنو کارونو قرباني کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت: هېواد کې له ۲۰۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۰۰ کوچني کانونه فعال دي چې د ۱۰۸ کانونو د استخراج قراردادونه یې تېر کال شوي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د زمري دویمه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې کړې دي.

بلخ کې شیعه‌مذهبي: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي

د بلخ یو‌شمېر اوسېدونکي او شیعه‌ مذهبي وايي، د امنیتي اندېښنو له امله یې سږکال د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره هغه ډول چې په‌کار ده، چمتووالی نه دی نیولی.

دوی د بلخ له امنیتي مسوولانو غواړي چې د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی

میدان‌وردګ  کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان مړه شوې دي.