Asset 1SWN

سرپل کې بې‌وزلي او ناچاري؛ لسګونه ماشومان د خښتو بټیو کې کار کوي

sar 1

سرپل کې یوشمېر ماشومان سهار لمرخاته مهال ښوونځي ته د تګ پر ځای، د خښتو بټیو ته ځي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه له سهاره تر ماښامه خښتې وهي. دغه ماشومان چې د زده‌کړو له نعمت څخه بې‌برخې دي، ماشومانه لوبې یې د درنو کارونو قرباني کړې دي.

پنځلس کلن نوید چې د اووه کسیزې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي وايي، له سهاره تر ماښامه د ۲۰۰ افغانیو په بدل کې خښتې وهي او په دغو پیسو د ژوند لګښتونه برابروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي، څو خپلې مرستې هغو سیمو ته ورسوي چې بې‌وزله او ناچاره خلک په‌کې اوسېږي؛ ځکه په وینا یې، دغو سیمو کې ډېری کورنۍ د بېګاه‌ ډوډۍ نه لري.

دغه ماشوم زیاتوي: «زه د خښتو وهلو په یوه بټۍ کې کار کوم، د سهار له پنځه بجو د مازدیګر تر شپږو بجو کار کوم. زه هم غواړم چې ښوونځی ووایم او پرمختګ وکړم، خو څه وکړم؟ نه کېږي. کور کې ډوډۍ خواره ډېر دي او کور ته ډوډۍ وړم، اړ یم چې کار وکړم.»

ګل‌زرین بیا ۱۴ کاله عمر لري او د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره له خپل ۱۲ کلن ورور سره د خښتو په بټۍ کې کار کوي. دغه ماشوم وايي، دی او ورور یې د ورځې ۲۵۰ افغانۍ کار کوي او په دغو پیسو خپله پنځه‌کسیزه کورنۍ چلوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګل‌زرین وايي، تمه لري چې له ورور سره ښوونځي ته ولاړ شي، خو بې‌وزلۍ او ناچارې هغوی له خپلو هیلو را ګرځولي دي. هغه زیاتوي: «موږ دلته کار کوو، ۲۵۰ افغانۍ راکوي. هره ورځ کار کوو. خښتې اخلو، وړو یې او همدا زموږ کار دی.»

په همدې حال کې د سرپل محلي مسوولان وايي، له کارګرو ماشومانو سره د مرستې او هغوی ته د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو لپاره پر ځینو طرحو کار کوي. د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین عمیر سرپلي وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، څو د هغو ماشومانو ملاتړ وکړي چې په ښار یا هم د خښتو په بټیو کې کار کوي.

نوموړی وايي، ټاکل شوې حکومت هغه کارګر ماشومان چې په ښار او ولسوالیو کې کار کوي، راټول او له بایومټریک کولو وروسته ورته میاشتنۍ تنخوا ورکړي.

د ځایي سرچینو او قومي مشرانو د معلوماتو پر بنسټ، د سرپل د خښتو په هره بټۍ کې له پنځو تر شلو ماشومان کار کوي او ډېری یې د دغه ولایت له ولسوالیو څخه راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام