د هېواد په سوېل ختیځو ولایتونو کې له مرګونې زلزلې یوه اوونۍ وروسته، یو‌شمېر زیانمنې شوې کورنۍ وايي، ماشومان یې له روحي او رواني اړخه ښه وضعیت نه‌لري او وروستۍ زلزلې سخت ځپلي دي.

د دغو کورنیو په وینا، ماشومان له زلزلې وروسته سخت وېرېدلي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې وېره نوره هم زیاتېږي. زیانمنو شویو کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي چې ماشومان یې خوب نه لري او یا هم د خوب پرمهال ډارېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حکمت‌الله چې په شوې زلزله کې یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، وايي چې دغې زلزلې خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ، روحي او رواني ستونزې هم راپیدا کړي دي.

که څه هم د پکتیکا د روغتیا ریاست د ماشومانو رواني او روحي ستونزو تاییدوي، خو وايي چې زیانمنو شویو ته د مشورې ورکولو خدمات برابر شوي دي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال یعقوب پتمل سلام‌وطندار ته ویلي چې د ښځو او ماشومانو د رواني ستونزو د حل لپاره ډاکټران او متخصصان ګومارلي او هڅه کوي چې دې برخه کې خپل خدمات ډېر کړي.

په همدې حال کې پکتیکا کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول نجیب‌الله وايي، دغه بنسټ زیانمنو شویو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره د مشورې ورکولو پروګرامونه په پام کې نه دي نیولي.

یوشمېر ارواپوهان د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته د رواني زیانونو په اړه یې وايي، ماشومان د ټولنې زیانمنونکي قشر په توګه، وېرې، اضطراب او خپګان سره مخ کېږي.

ارواپوه عبدالله حسیني په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «که له دوی سره کار ونه‌شي، دا به د دوی د ژور خپګان لامل شي. ژور خپګان یې داسې دی چې هر کس احساس کوي چې ښايي دا پېښه بیا تکرار شي. دا کس به راتلونکي کې یو ډارن کس وي او مخکې به نه‌شي تللی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر ماشومانو د زلزلې زیانونو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي، د ماشومانو د ژغورنې موسسه هم وايي، د زلزلې له رامنځ ته کېدو وروسته، ماشومان له روحي او رواني شوک سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام