د افغانستان بشري ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خوراکي توکو له  کم‌ساري کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی. دغې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي دي.

امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوې بشري مرستې ځانګړې کړي دي. د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

لوږه او وچکالي د جوزجان د اوسېدونکو ژوند ګواښي

د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.  د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ‌لله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.