د افغانستان د علماوو غونډه؛ ښاریان: بې‌‌پایلې ده

د افغانستان د علماوو ستره غونډه نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه او ټاکل شوې چې دوه ورځې دوام وکړي. په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال سلام‌وطندار سره په خبرو کې وایي چې د جمهوري نظام تېرو جرګو ته په کتو د افغانستان د علماوو دا ستره غونډه هم کومه پایله نه لري.

نیمروز کې یوې مېرمنې انلاین پلورنځی جوړ کړی

د نيمروز ولايت يوې ښځينه سوداګرې رېزه‌ګل نظري چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته يې په دغه ولايت کې د ښکلا يو انلاين پلورنځی جوړ کړی وایي، دغه پلورنځی یې د خپل خاوند په مرسته پرانېستې، څو په اوسنيو شرايطو کې چې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خدمات وړاندې کړي.

شنونکي: د ا.ا پر وړاندې د امریکا تګلاره کې نرمښت راغلی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشري پلاوی نن دوحه کې د ا.ا له چارواکو سره ګوري. ټاکل شوې دواړه لوري د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، اقتصادي ثبات، بشري‌حقونو، له ګواښ سره مخ کسانو په خوندي وتلو، د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.

د ا.ا یو پلاوی د سرحدي ستونزو د حل په موخه ایران ته تللی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ په پوله‌ کې د اختلافي مسایلو د حل په موخه دغه هېواد ته ورغلی دی. له سعدالله بلوچ سره په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، انرژۍ او اوبو، بهرنیو چارو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو ۱۴ کسان ملتیا کوي.