ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې د رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه د ا.ا یو پلاوی دغه هېواد ته تللی دی.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي چارو او امنیتي همکاریو د ادارې رییس سعدالله بلوچ په مشري پلاوی د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدونو د څارنې عالي کمېسیون په اوولسمه ناسته کې ګډون وکړي او له ایراني پلاوي سره خبرې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له سعدالله بلوچ سره په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، انرژۍ او اوبو، بهرنیو چارو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو ۱۴ کسان ملتیا کوي.
تسنیم خبري اژانس همداراز ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو د څارنې عالي کمېسیون کې د دواړو هېوادونو بېلابېل سرحدي مسایل حل کېږي.
په سرحدونو کې یو لړ ستونزې، له انساني او د نشهيي توکو له قاچاق وړونکو سره د مبارزې لپاره د همغږۍ رامنځته کول او همداراز په ګډه پوله کې د ناقانونه ډلو د فعالیتونو پروړاندې کډه مبارزه له نورو مسایلو دي چې ټاکل په دغه ناسته کې پرې خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سهشنبې پر مازدیګر د اسلامي امارت او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ پولې ته نږدې نیمروز ولایت کې نښته رامنځته شوې وه.
د سرچینې په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ایراني پولهساتو ځواکونو له لوري پر یوه افغان ماشومان ډزې وشوې. په ورته مهال ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه نښته کې د محمد صیادي په نوم یو سرحدي پولیس وژل شوی دی.
له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د ایران او د نورو ګاونډیو هېوادونو د پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.