Asset 1SWN

د کړکین درې اوسېدونکي: سړک او کلینیک نشته او د اړیکې لپاره غره ته پورته کېږو

پکتیا-سړک

د پکتیا د میرزکې ولسوالي «کړکین دره» چې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ په‌کې ژوند کوي، اوسېدونکو یې په لومړي ځل دې سیمې ته د سړک لپاره د لارې د هوارېدو چارې پیل کړې دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت او اشر په مرسته دې سیمې ته د سړک د تېرېدو هڅې کوي. کړکین دره د میرزکې ولسوالي ختیځ ۱۵کیلومټره  لرې پرته ده چې اوسېدونکي یې سړک او روغتیايي مرکز نه‌لري او د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره غره ته پورته کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو شلو کلونو پرمهال ورسره په وار وار د سړک د جوړېدو ژمنې تازه شوي، خو په وینا یې، تراوسه عملي شوې نه‌دي. دوی زیاتوي چې د پسرلي او اوړي پرمهال خوړ کې د اوبو کچې لوړوالي له امله شپږ میاشتې پر لوړو غرونو پلی تګ‌راتګ کوي.

د کړکين درې اوسېدونکي ګل‌الرحيم وويل چې د سړک نه‌شتون له امله خلک غرونو کې ساعتونه پلی مزل کوي او د ولسوالي مرکز ته ځان رسوي. هغه زياته کړه چې د سيمې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو بيا يې هم پرېکړه کړې چې په شخصي لګښت به سړک تېر کړي.

نوموړي وويل: «تاسو دلته په خپله وليدل چې دلته موږ غله او هر څه وړو، دلته زموږ زيات مشکلات دي. هر نظام چې راغلی زموږ سره يې هېڅ کمک نه‌دی کړی. دا نن چې تاسو راغلي یاست، دا خلک مو چې وليدل چې په بېلچو او کولنګو باندې اخته دي، دا اوس دا خلک د خپل جيب په لګښت څوک زر افغانۍ، څوک پنځه‌سوه او څوک سل کمک کوي، موږ دا ماشين راوستی، تېل اچوو او دا سړک مو پيل کړی دی.»

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی محمدايوب سلام‌وطندار ته وايي چې سيمه کې يې پخوا کلینیک و، خو اوس په‌کې ډاکټران هم نشته. هغه له مسوولانو غوښتنه کوي چې روغتیايي مرکز ورته فعال او درمل او پرسونل دې ورکړي.

نوموړي وویل: «دلته کلینیک شته، خو ډاکټران او درمل په‌کې نشته، نورهېڅ هم په‌کې نشته، ناروغ چې وي موږ ډېر په تکليف يو، غرونو کې يې په کټونو کې وړو، زموږ غوښتنه چې کلینیک بېرته فعال کړي، ډاکټران راشي او درمل راوړي. مخکې ډاکټران و، خو اوس وخت کې نه ډاکټران شته او نه هم پکې درمل.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهل د کړکین درې اوسېدونکي د مخابراتي شبکې د فعالېدو غوښتنه هم کوي او په وینا یې، د یوې اړیکې لپاره د غره سر ته پورته کېږي.
هغه وویل: «له تېرکال راهيسی په لګيا يوو، دلته د مخابراتي شبکو لپاره به د غره سر ته خېژو چې سيدکرم سره وصل شو، نو موږ شبکې نه‌لرو غوښتنه مو ترې کړې، خو له تېرکال راهیسې يې ژمنه کړې، خو تراوسه هېڅ هم نشته.»

د کړکین درې اوسېدونکي خپلې سیمې ته شاوخوا لس کیلومټره سړک ته لاره هواري چې لګښت یې خپله ورکوي او یوه اندازه یې په چندو راټولوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام