Asset 1SWN

د پکتیا اوسېدونکي: ګردېز کې دې تفریحي پارکونه جوړ شي

پکتیا- پارک

د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې ښار کې د تفریحې او چکر لپاره پارکونه او یا هم ځانګړي ځایونه نه‌لري.

که څه هم ګردېز کې یوازینی پارک چې په‌کې د ماشومانو د تفرېحې او ساعت‌تېرۍ لپاره ځینې وسایل هم لګول شوي، خو د ځوانانو د ناستې او تفریح لپاره په‌کې امکانات کم او په نشت حساب دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي چې دې پارک ته راغلي سلام‌وطندار ته وايي، مرکز ګردېز کې د تفرېح او چکر لپاره ځای نه‌لري چې د اخترونو او یا نورو ځانګړو ورځو کې د چکر لپاره ورشي.

دوی وویل، ګردیز ښار کې د تفریحي پارکونو نشتون له امله اړ کېږي چې د خوشحالۍ ورځو کې د لرې ولسوالیو طبیعي منظرو ته ورشي.

د پکتیا اوسېدونکي شفېع‌الله وویل: «دا اوس چې دلته ولاړ یو، دا د غروال تفریحي پارک دی. دلته چې کوم امکانات دي، دا د استفادې وړ ندي، نو د تفریح او ساعتیري لپاره ځایونه نشته. د ماشومانو د لوبو لپاره هم مناسب سامانونه نشته. تاسو چې کوم وسایل او شیان وینی دا هم ټول مات شوي.»

په ورته مهال د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي محمدالله هم وویل: «کوم پارکونه چې نورو ولایتونو کې شته او توجو ورته کیږي، هغه کار په پکتیا کې ندی شوی، نو پارک یو داسې ځای دی چې زموږ ځوانان، ماشومان هلته د مطالعې، ساعتیري لپاره راځي، هغه خپل فکر بدلوی، نو پارکونه باید د هر څه لپاره مناسب وي، د ساعتیري لپاره، د لوبو لپاره.»

مصطفی هم د مرکز ګردېز بل اوسیدونکی دی او وایي، که څه هم تېرو کلونو کې مرکز ګردېز کې دوه کوچني پارکونه جوړ شوي، خو د مسولانو نه پاملرنې له امله یې وسایل او چمن له منځه تللي.

هغه غوښتنه کوي چې د پاروکونو جوړېدو او ساتنې ته دې پاملرنه زیاته شي. «دلته یو څو پارکونه شته، خو بیا هم کوم خاص کار نه‌دی ورته شوی، بله مهمه خبره دا ده، هغه کوم چې جوړ شوي د هغوی ساتنه سمه نه‌کېږي. یعنې په کوم ډول چې یو پارک وساتل شي، د ونو څخه یې ساتنه وشي او له چمن څخه یې حفاظت وشي، نو دا کار دی شوی، که یو پارک جوړېږي، باید د ساتنې لپاره یې منظم پلان جوړ شي.»

د پکتیا ولایتي مسوولان د تفریحي پارکونو نه‌شتون په اړه د خلکو شکایتونه تاییدوي او وايي، هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې مرکز ګردېز کې د یوه لوی تفریحي پارک جوړولو چارې پیل کړي او د ځوانانو لپاره به د تفریح مناسب امکانات برابر شي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس  ثواب‌جان اسلام‌یار وایي: «انشالله اطمینان دا دی چې په دې اړه خبرې او غوښتنه شوې، نو نږدې راتلونکې کې به ګردېز کې یو لوی او ښکلی پارک ولرو. که څه هم ځینې پارکونه دلته شته، خو د ولس غوښتنه دا ده چې هغه د دوی لپاره بسنه نه‌کوي، نو د ګردېز اوسېدونکي دا ډول غوښتنه لري، لکه په څه ډول چې په نورو ولایتونو کې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم د پکتیا ځینې لرې پرتو ولسوالیو کې طبیعي سیمې شته چې ډېری خلک د تفرېح لپاره ورځي، خو د مرکز ګردېز اوسیدونکی وایي، یادو سیمو ته تګ پرمهال ډېر لګښت کېږي چې هر څوک یې توان نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام