Asset 1SWN

پکتیا کې په ۹۵زره ډالرو د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

۰-۰-۰-۰-۰۰

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۹۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

یادې پروژې نن چهارشنبه، وري ۱۵مه، د مرکز ګردېز ښار اړوند درېیمې او څلورمې ناحیو کې پیل شوي چې د یوه کانال او استنادي دیوال رغول په‌کې شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې پروژې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې چې د یاد ولایت یو‌شمېر چارواکو هم په‌کې ګډون کړی وو.

د ګردېز ښاروال مولوي سيدنظيم مزمل سلام‌وطندار ته وايي، دې پروژو کې به د ښار درېیمې ناحیې اړوند کوچي بازار کې د (۴۸۰۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۷۰ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال او يوه لوی پلچک جوړ شي.
د نوموړي په وینا، څلورمه ناحیه کې به د ۴۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت بیا یو کانال هم ورغول شي.
د ګردېز ښاروال د دې پروژې پیل مراسمو کې وویل چې اوبولګولو یاد کانال د (۵۷۰) متره په اوږدوالي، یو متر پلنوالي او ۷۰ سانتي متر لوړوالي په لرلو سره جوړېږی.
د مسوولانو په وینا، د يادو پروژو مالي لګښت او تخنيکي چارې د «يو‌اين هبيتاېټ» موسسې له‌خوا مخته وړل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ګردېز ښاروالي مسوولان همداراز وايي، روان ۱۴۰۳ کال به په ګردېز ښار کې ۵۰ لويې او وړې پروژې پلې کړي چې تر ډېره به ورسره د ښاريانو ستونزې هم راکمې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام