غزني کې د نیالګیو پلورونکي: د پلور کچه مو څلور برابره لوړه شوې

غزني کې د نیالګیو پلورونکي وايي چې تېر ژمي او روانو اروښتونو ته په پام یې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د نیالګیو پلور کچه څلور برابره لوړه شوې.

د دوی په وینا، دغه ولایت اورښتونو کروندګر او خلک د چکالي ختمېدو ته هیله‌مند کړي چې له امله یې، خلکو او کروندګرو د نیالګیو کېنولو او کښتونو ته مخه کړې ده.

د نورستان-کونړ سړک خرابوالی؛ موټرچلوونکي: څه چې ګټو د موټر پر عوارضو یې لګوو

د نورستان یوشمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د یاد ولایت او کونړ ترمنځ د غځېدلې لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي. دوی وايي، تېرو شلو کالونو کې هېڅ ادارې د یادې لارې رغولو ته پام نه‌دی کړی. د یاد ولایت اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې ستونزې یې ور حل او ژر تر ژره ورته دغه سړک په اساسي ډول ورغوي.

هلمند کې یو ۱۵کلن هلک شپږ کاله وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوی

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه ۱۵کلن ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی چې شپږ کاله وړاندې یې برمته کړی و.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وايي، د امنیې قومنداني اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو دغه ۱۵کلن هلک د لښکرګاه ښار اړوند شپږمې ناحیه کې د کشفي عملیاتو پر بنسټ ازاد کړی دی.

خوست کې زرګونه کسانو «ګډ روژه‌ ماتی» وکړ

خوست کې د یوه ډله ځوانانو له‌خوا «سه‌شنبه، وري ۱۴مه» زرګونه کسانو ته د دغه ولایت په «فوټبال لوبغالي» کې «ګډ روژه ماتی» برابر شوی و.

د ياد ګډ روژه ماتي یوه تنظیموونکي راشدالله همدرد سلام‌وطندار ته وويل چې په خوست کې د ځوانانو له لوري له تېرو اته کلونو راهیسې «ګډ روژه ماتی» جوړېږي چې موخه او هدف یې د خلکو ترمنځ يووالي دی. د نوموړي په وینا، دې روژه ماتي ته یې د یاد ولایت زرګونه اوسېدونکي وربللي وو.

پکتیا کې په ۹۵زره ډالرو د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۹۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

یادې پروژې نن چهارشنبه، وري ۱۵مه، د مرکز ګردېز ښار اړوند درېیمې او څلورمې ناحیو کې پیل شوي چې د یوه کانال او استنادي دیوال رغول په‌کې شامل دي.

میدان‌وردګ کې د «مجاهد» په نوم موزیم پرانېستل شو

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «مجاهد» په نوم ملي موزیم پرانېستل شو چې تراوسه ورته په لسګونو لرغوني او پوځي توکي راټول شوي دي. د نوموړي په وینا، د موزیم په لرغونو توکو کې د اوربلولو توکي، پخوانۍ کټوې، قابونه، د سپینو زرو سیکې، غمي، میسي لوښې، خلکو ته له نیکونو ورپاتې د انګریزانو د یرغل د وخت وسلې او نور موجود دي.