Asset 1SWN

خوست کې زرګونه کسانو «ګډ روژه‌ ماتی» وکړ

۱

خوست کې د یوه ډله ځوانانو له‌خوا «سه‌شنبه، وري ۱۴مه» زرګونه کسانو ته د دغه ولایت په «فوټبال لوبغالي» کې «ګډ روژه ماتی» برابر شوی و.

د ياد ګډ روژه ماتي یوه تنظیموونکي راشدالله همدرد سلام‌وطندار ته وويل چې په خوست کې د ځوانانو له لوري له تېرو اته کلونو راهیسې «ګډ روژه ماتی» جوړېږي چې موخه او هدف یې د خلکو ترمنځ يووالي دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دې روژه ماتي ته یې د یاد ولایت زرګونه اوسېدونکي وربللي وو.

هغه وويل: «له تېرو اتو کلونو راهیسې خوست کې د يووالي په نوم روژه ماتی جوړيږي. دې روژه ماتي ته د ټولنې بېلابېل اقشار دعوتيږي، ځوانان، سپين ږيري، دولتي چارواکي، عام خلک دا ټول په ګډه دلته ګډون کوي. هدف مو ترې يووالي دی.»

د ياد روژه ماتي ځیني ګډونوال هم دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د يووالي لپاره ګټور بولي او د زياتوالي غوښتنه يې کوي.

حکيم‌الله د روژه ماتي يو ګډونوال سلام‌وطندار ته وويل چې له دا ډول پروګرامونو څخه نورو خلکو ته هم د يووالي پيغام ورکول دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له تېرو اتو کلونو راهيسی خوست کې يوه ډله ځوانان هر کال یاد «ګډ روژه ماتی» جوړوي چې ټول لګښت یې له خلکو څخه د چندې په ډول راټولېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام