Asset 1SWN

روژه او د توکو لوړې بیې؛ د کندهار ښاروالي: لسګونه هټۍ مو وتړلې

قصابي-کندهار

وروسته له هغې چې کندهار ښار کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د لوړو بیو له امله د خلکو شکایتونه ډېر شول، د دغه ولایت د کرنې او ښاروالي مسوولانو هغه هټۍ چې په لوړه بیه یې توکي پلورل، وتړلې.

د کندهار ښار اوسېدونکو شکایت کاوه چې د روژې میاشت کې هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري او هغه غوښه چې په قصابیو کې پلورل کېږي، معلومه نه‌وي چې د کوم څاروي غوښه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د ښاروالي ریاست ویاند سیف‌الله عاصم سلام‌وطندار ته وویل، د روژی له پیله تر دې مهاله لسګونه هغه هټۍ تړل شوي چې د ښاروالي له ټاکلي نرخ‌پاڼو یې سرغړونه کوله. د نوموړي په وینا، د ښار پر هټیو یې څارنه روانه ده او اجازه نه‌ورکوي چې هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي وپلوري.

نوموړي وویل: «د روژې میاشتې په رارسېدو سره دوکانداران سواستفاده کوي او خوراکي او غیرخوراکي توکي یې ګران کړل. ښاروالي یوځل بیا نرخ‌نامې ورته ووېشلې او د هغو جدي نظارت یې راپیل کړی. د روژې اولې ورځې څخه تراوسه د ټولو ناحیو او د مارکېټونو د تنظیم امریت له لوري هره ورځ د نرخونو کنټرول کوي. هغه دوکانداران یا قصابان چي د ښاروالي د نرخنامو څخه سرغړونه کوي، نو د هغوی دوکانونه مو وتړل او دغه لړۍ به روانه وي او که چا نرخ‌نامه نه عملي کوله، د هغوی دوکانونه به تړل کېږي.»

بل‌خوا د یادې څارنې پرمهال د کرنې ریاست د څارویو صحت عمومي مدیر ډاکتر محمدفهیم سلام‌وطندار ته وویل، له دې کار یې موخه ښار کې د قصابیو او هټیو څارنه وه چې خپلو هټیو کې تر وخت تیري توکي او نامعلومې غوښې پلوري.

نوموړی زیاتوي چې د دوامداره خبرداریو سره-سره یوشمېر قصابان په خپلو هټیو کې نامعلومې غوښې پلوري.

هغه وویل: «د ښاریانو شکایتو په خاطر راووتلو، زیاتره قصابان چی غوښې خرڅوي بي‌هویته غوښې خرڅوي. موږ ورته وایو چی هغه غوښې چی ټاپه شوي نه‌وي او د ډاکترانو له‌خوا کتل شوي نه‌وي، تاسې باید په فروش ونه‌رسوئ. بار-بار مو دوی ته سپارښتنه کړې، خو دوی بیا زموږ سپارښتنې نه‌دي عملي کړي، که بیاځلې هټیوال سپارښتنو ته پاملرنه ونه‌کړي، دوکانونه به یې وروتړو.»

په ورته مهال د کندهار ښار اوسېدونکي د اړوند چارواکو له لوري د توکو بیو پر څار خوښ دي او وايي چې دا چاره دې دوامداره شي.

د کندهارښار اوسېدونکی محمدعظم سلام‌وطندار ته وايي، وزګارتیا او د توکو لوړو بیو له خلکو لاره ورکه کړې او غوښتنه کوي چې مسوولان دې بیې کنټرول کړي.

هغه وویل: «ولا دا خو ډېر ښه کار دی چې د دغه ګرانۍ مخه ونیول شي، د هر شي نرخونه لوړ شوي دي. کار نشته، بیکاري ده، د اوړو، غوړیو او سبزیجاتو نرخونه ډېر لوړ شوي، زموږ وس نه پرې رسېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هر کال هېواد کې د روژې میاشتې په رارسېدو سره ښاریان د توکو له لوړو بیو شکایت کوي او له اړوند مسوولانو غواړي چې د بیو کنټرول برخه کې جدي اقدامات وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام