Asset 1SWN

د نورستان-کونړ سړک خرابوالی؛ موټرچلوونکي: څه چې ګټو د موټر پر عوارضو یې لګوو

اسعد-اباد-نورستان-سړک۲

د نورستان یوشمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د یاد ولایت او کونړ ترمنځ د غځېدلې لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي. دوی وايي، تېرو شلو کالونو کې هېڅ ادارې د یادې لارې رغولو ته پام نه‌دی کړی.

دوی زیاتوي چې د لارې خرابوالي له کبله یې موټر زیات عوارض کوي او نه‌شي کولای، ان د تېلو لګښت هم پوره کړي. د یادې لارې یوه موټر چلوونکي نورالله وویل، که سړک جوړ شي، نه‌یوازې دوی، د دغه ولایت اوسېدونکي به هم له ستونزو خلاص شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «په دې لاین موټر چلوم، خو هېڅ ګټه نه‌کوي. سهار کونړ ته ځو، ماښام بېرته راځو، دوه درې سوه افغانۍ وګټو؛ خو هغه هم بېرته د موټر په عوارضو ولګېږي. زموږ غوښتنه ده چې دا سړک جوړ شي، څو موږ له مشکلاتو خلاص شو.»

د نورستان اوسېدونکی سلیم بیا وايي، خلک ګڼو ستونزو سره مخ دي او ان ډېری وخت یې ناروغان د خرابو لارو له کبله روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه ورکوي. د نوموړي په وینا، سېلابونو سړک نور هم خراب کړی چې تګ‌راتګ پرې لا ستونزمن شوی دی.

هغه وویل:«زموږ زیات ناروغان ان تر روغتونه هم نه‌شي رسېدلی. ځینې ناروغان روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه ورکوي. ځينې ناروغان چې وړل کېږي، نو د خرابې لارې له کبله نور هم خرابېږي. زموږ هیله دا ده چې دا سړک جوړ او ستونزه حل شي.»

د یاد ولایت اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې ستونزې یې ور حل او ژر تر ژره ورته دغه سړک په اساسي ډول ورغوي.

بل‌خوا  نورستان کې مسوول چارواکي وايي، د نورستان-کونړ لویې لارې د سړک رغونې وړاندیز یې وزارت کړی او په وینا یې، ژمنه ورسره شوې چې یاده لاره به ورغول شي.

د نورستان د ټولګټو چارو رییس احمدنبي عادل وايي، تمه لري چې د یاد سړک رغولو چارې به روان کال پیل شي. «موږ وزارت مقام ته او همدارنګه مشرتابه پورې وړاندیزونه کړي او یو څه کارونو پرمختګ هم کړی دی او امید شته چې روان کال کې به د کونړ- نورستان  په دې سړک کار پیل شي.»

د نورستان-کونړ لویې لارې د ځینو برخو رغولو چارې پخوا پیل شوې وې؛ خو وروسته د نه پاملرنې له کبله نیمګړې پاتې شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم نورستان د خپلو طبعي ځنګلونو، غرونو او منظرو له کبله د ملي پارک په نوم نومول شوی؛ خو د خرابې لارې له کبله دغه ولایت ته د خلکو تګ راتګ کمرنګه دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام