Asset 1SWN

د نورستان «وانټ‌وایګل» کې په لومړي ځل مخابراتي شبکې فعالې شوې

نورستان-وانټ‌واېګل

د نورستان په «وانټ‌وایګل» ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه پیل کړل چې د يادې ولسوالي اوسېدونکي ورته خوښ دي.

دوی غوښتنه کوي چې د نورستان ډېری هغه سیمې چې لا هم د مخابراتي شبکو له خدمتونو محرومې دي، مخابراتي شبکې فعالې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د يوې اړيکې د ټينګولو لپاره به‌يې په ساعتونو پلي مزلونه کول، خو په وینا یې، اوس خوښ دي چې له دغه نعمته برخمن شول.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن وویل: «پخوا چې دلته شبکې کار نه‌کاوه، د تليفوني اړيکې سختې وې، نو خلک به د يوه زنګ لپاره دې غرونو کې څلور ساعته، پنځه ساعته پیاده مزلونه کول، څو يو زنګ ووهي او خبرې وکړي.»

د دې ولسوالي یو بل اوسېدونکی منهاج هم وايي چې دې  ولایت کې لاهم داسې سیمې شته چې مخابراتي شبکې په‌کې کار نه‌کوي. «نورستان کې اوس هم ۵۰ سلنه داسې سيمې شته چې هلته مخابراتي شبکې کار نه‌کوي. دې ولسوالي کې دې شبکې نه مخکې داسې کومه پايه نه‌وه چې موږ د هغې په‌ واسطه تماس کولی.»

بل لور ته د یاد ولایت د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دې ولایت په وانټ‌وایګل ولسوالي کې یې مخابراتي خدمات فعال کړي دي. دوی وایي، د دغه ولايت هغه سيمو ته به هم مخابراتي خدمات ورسوي چې تراوسه ترې بې‌برخې دي.

د ياد رياست رییس احمدخالد فاتح وايي، د ټولو مخابراتي شبکو په همغږۍ به د دې ولايت هغو سيمو ته هم خدمات وغځوي چې تر اوسه ترې بې برخې دي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت دې ته ژمن دی، متعهد دی انشاالله هغه لرې پرتې ولسوالي او سيمې چې لاهم هلته ولس ستونزې لري. مشکلات لري هلته به موږ د ټولو مخابراتي شبکو سره په  شریکه خدمات رسوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نورستان د هېواد له هغو  ولايتونو څخه دی چې تر ډېره يې اوسېدونکي د دا ډول نورو اسانتياوو هم بې‌برخې دي او له اړوند مسوولانو غوښتنه کوي، څو د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام