د پکتيا څمکنيو، اريوب‌ځاځي، احمدخېلو، ميرزکه، لجه‌منګل، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې شاوخوا ۳نيمې مياشتې وړاندې د پخواني جمهوري نظام او د اسلامي امارت سرتېرو ترمنځ په نښتو کې د سلام مخابراتي شبکې تر لسو زیات سايټونه ویجاړ شول چې دامهال هم غيرفعال دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال منلې وه چې دغه سايټونه یې تخريب کړي. نوموړي هغه مهال ویلي وو چې سلام مخابراتي شبکه د دوی په تور نوملړ کې ده او له منځل وړل یې لازمي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا یوشمېر اوسېدونکي وايي، د دغو مخابراتي سايټونو په تخريب سره خلکو ته ستونزې پيدا شوي او غواړي چې بيا فعال او خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د هغوی په وینا، که اوسنی نظام دغه ویجاړ شوي سايټونه ورغوي له يوې‌خوا به د خلکو ستونزې حل شي او بل‌خوا به زيات عوايد ترلاسه شي.

د پکتیا اوسېدونکي سيدرحيم سلطان سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ څمکنيو کې د سلام مخابراتي شبکې ټولې چارې په ټپه ولاړې دي، تخنيکي وسايل يې تخريب شوي، نو د سلام مخابراتي شبکه چې په پخوا يې ځينو کليو کې کار کاوه فعاليت اوس نشته، خلک له ستونزو سره مخ دي.»

د پکتیا د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رياست ویاند رحمت شاه وايي، د نورو مخابراتي سايټونو ترڅنګ يې د سلام مخابراتي شبکې د سايټونو د بيا فعالولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

هغه وویل، ډېر ژر به د سلام يو‌شمېر سايټونه فعاله کړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی له مرکز سره خپلې ستونزې سریکې کړي او هغه توکي چې د دغو سایټونو لپاره دوی ورته اړتیا لري، له بهره یې د واردولو چارې پیل کړي او ډېر ژر به دغه سایټونه بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سلام مخابراتي شبکې په تخريب شويو سايټونه کې شپږ په څمکنيو، يو يو په لجه‌منګل، احمدخېلو، ميرزکه، احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې شامل وو، چې ټول تخنيکي وسايل جنراتور، لمريزې تختې، د چارج بټرۍ او نور اړين توکي او د يو شمېر يې پايې تخريب شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام