Asset 1SWN

پنجشېر کې له مخابراتي خدمتونو د خلکو شکایت

مخابرات

د پنجشېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له انټرنټي او مخابراتي خدمتونو څخه شکایت کوي. دوی وايي، پنجشېر کې مخابراتي خدمتونه کمزوري دي او د شپې‌ له‌خوا کار نه کوي.

د پنجشېر د دویمې حصې ولسوالي اوسېدونکی سکندر دره‌يي سلام‌وطندار ته وايي چې ولسوالي کې یې مخابراتي خدمتونه کمزوري دي او پر دې سربېره د شپې‌ له ۱۰ د سهار تر ۶ بجو د ټولو شبکو فعالیتونه بند وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې دغه ولایت کې د جګړو پرمهال د مخابراتو شبکو بندېدل، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي وویل: «له دولس بجو وروسته شبکې کار نه کوي او تر سهاره بندې وي. دا یوه لویه ستونزه ده. د پنجشېر د مخابراتو ریاست څخه مو غوښتنه ده چې دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونو پراخېدو ته پام وکړي.»

په ورته مهال د عبدالله‌خېل کلي اوسېدونکی شهرام وايي، ځايي خلک د یوې ټیلیفوني اړیکې یا انټرنټ کارولو لپاره ډېری وخت نورو سیمو او لوړو غرونو ته خېژي.

د نوموړي په وینا، اوسنی عصر د ټکنالوژۍ دی او خلک باید ورته لاسرسی ولري. شهرام همداراز زیاته کړه چې دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه خراب شوي او ټکنالوژۍ ته یې د یاد ولایت د اوسېدونکو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

په همدې حال کې د پوهنتون استاد او مدني فعال عزیز اقا عزیزي وايي، اوسنی عصر د ټکنالوژي دی او خلک باید له دغه نعمت څخه محروم پاتې نه‌شي.

نوموړي وویل: «په یوې ټولنه کې د ټکنالوژۍ موجودیت په حقیقت کې د دولت او خلکو ترمنځ د یوه پُل حیثیت لري. له دې لارې ډېر اسانه خلک خپلې ستونزې دولت ته رسوي.»

خو د پنجشیر د اطلاعات او فرهنګ رییس د یاد ولایت د مخابراتي او ټکنالوژۍ د رییس عبدالحمید نوري له قوله وايي، د دې ولایت په ځینو سیمو کې د مخابراتي شبکو انتنونو تخنیکي ستونزه پیدا کړې چې په وینا یې، مسوولان یې پر بیارغولو بوخت دي.

ومو غوښتل چې په دې رپوټ کې د اړونده مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو تر ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانېدو.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ځینې وخت د تخنیکي ستونزو له کبله په مخابراتو شبکو کې ستونزې راپیدا کېږي او دا چاره د لنډمهال لپاره وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل: «ځینو وختونه تخنیکي ستونزې رامنځته کېږي او دا لنډمهاله وي. که د هېواد هر ولایت کې دغه شان تخنیکي ستونزه رامنځته شوي وي، مسوولانو یې په اړه اقدام کړی او رسېدنه یې ورته کړې ده.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام