د لوګر  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خروار ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره دوو مخابراتي شبکو په فعالیت پیل وکړ.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس مطیع‌الله عابد سلام‌وطندار ته ویلي چې د لومړي ځل لپاره د روشن او افغان بیسیم مخابراتي شبکو  په خروار ولسوالي کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات پيل کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 عابد زیاته کړه چې په دغه ولسوالي کې په مخکیني جمهوري نظام کې هېڅ مخابراتي شبکې فعالیت نه درلود او خلک له پراخو ستونزو سره مخ وو.

د نوموړي په وینا، له دې وړاندې به د یادې ولسوالي اوسېدونکي د یوې ټیلفوني اړیکې لپاره ۴ یا پنځه کیلو مټره مزل ګاوه، خو د دغو شبکو په فعالېدو سره یې دغه ستونزې هوارې شوې.

هغه وویل: «د لومړي ځل لپاره د روشن او افغان بیسیم شبکو له لوري په خروار ولسوالي کې مخابراتي او انټرنیټي فعالیتونه پیل شول. د مخکیني نظام پرمهال هلته هېڅ مخابراتي شبکې فعالیت نه درلود، خلکو به له ۴ تر ۵ کیلومټره پورې لرې مزل کاوو او بیا به یې له دوستانو سره اړیکه نیوله، اوس روشن او افغان بیسیم شبکو په بشپړه توګه خدمات پیل کړي دي.»

بل‌خوا د لوګر د خروار ولسوالي یوه اوسېدونکي نقیب‌الله سلام‌وطندار ته ویلي، دا لومړی ځل دی چې په خروار ولسوالي کې افغان بیسیم او روشن شبکې خپل فعالیتونه پيلوي.

هغه زیاته کړه، تر دې وړاندې له سختو مخابراتي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او هېچاه نه‌شوای کولای، له دوستانو سره په کور دننه او بهر اړیکه ټینګه کړي.

هغه زیاته کړه: «دا خو ډېر ښه کار وشو چې په خروار ولسوالي کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات پیل شول. موږ ډېر زیات خوښ یو، ځکه چې پخوا به زموږ په سیمه کې هېڅ مخابراتي شبکې کار نه کاوه، خلک له پراخو ستونزو سره مخ وو، اوس مو دغه سونزه په بشپړه توګه هواره شوه.»

د خروار ولسوالي یوه بل اوسېدونکي عبدالله سلام‌وطندار ته وايي چې د خروار ولسوالي اوسېدونکي د ټیلفوني اړیکو لپاره مرکز پل‌علم ښار ته راتلل او بیا به یې له هغه ځایه له دوستانو په کور دننه او بهر اړیکه نیوله.

نوموړي وویل: «په خروار ولسوالي کې چې دغه شبکو فعالیت شروع کړ، دا خو ډېر نیک کار  وشو، پخوا موږ له دغه خدمت څخه محروم وو، اوس چې موږ ته ناروغ پيدا شي او یا هم کوم بل ضروري کار پيدا شي، کولای شو چې په اسانۍ سره خپله ستونزه هواره کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتيي ټکنالوژۍ د ریاست د معلوماتو له مخې، اوس د دغه ولایت ۷۰ سلنه اوسېدونکي له مخابراتي او انټرنیټي خدماتو برخمن دي او هڅه روانه ده چې د لوګر  پاتې سیمو ته هم مخابراتي او انټرنیټي خدمات ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام