د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینه‌خانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼ‌شمېر درملتونونه او معاینه‌خانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي.

د لوګر ولایت د عامې روعتیا رییس ډاکتر قدرت‌الله عادل وایي، روانه اوونۍ یې نږدې شل ناقانونه درملتونونه، لابراتوارونه او د ناروغانو کتنځایونه له دې امله تړلي چې ناروغیانو ته یې معیاري خدمات نه وړاندې کول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عادل زیاته کړه چې هره اوونۍ له دولتي او شخصي روغتونونو هم څارنه کوي او د پخوا په پرتله د روغتونونو فعالیتونه معیاري او قانوني کېدو لور ته روان دي. هغه وایي چې د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د عامې روغیتا ریاست شاوخوا ۷۲۰ قلمه تاریخ تېر درمل هم راټول کړي او په  مرکز پل‌علم کې یې له منځه وړي دي.

د لوګر ولایت روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د تاریخ تېرو درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې کې ده چې د لوګر ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د درملو له لوړې بیې او ټیټ کیفیت څخه شکایت لري او له مسوولانو غواړي چې په دې برخه کې خپل اقدامات زیات کړي او روغتیايي برخه معیاري کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام